مولوي عبدالرحمن راشد: د لوګر ولایت د سیلاب ځپلو کورنیو سره زر تر زره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

0
135

مولوي عبدالرحمن راشد: د لوګر ولایت د سیلاب ځپلو کورنیو سره زر تر زره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

31 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د یاد وزارت د داخلي بېځایه شوو ریاست رئیس مولوي سردار شیرزاد په ملتیا لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته ترسره کړی.

 

نوموړي یاده ناسته کې د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه،چې یادو سيمو کې دې شوو کورنیو سره ژر تر ژره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

 

د یادو موسسو استازو وویل، چې د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سروې بشپړه شوې او په نږدې راتونکې به ور سره مرستې تر سره شي.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ هیئت د لوګر ولایت د سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

د ناستې په پای کې د (IOM،IRC اوWSTA) موسسو استازو ډاډ ورکړ، چې ټولوهغو کورنیو ته، چې په دې وروستو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي اتلس قلمه مواد وویشل شي چې پکې د اړتیا وړ ټول توکي شامل دي.

Leave a reply