د سپريم کورټ رجسټرار د آډيو ليکس کميشن کيس کښې د ججانو اعتراض لپاره د وفاقي حکومت درخواست واپس کړے دے۔
باغی ټی وی رپورټ
وفاقي حکومت د آډیو لیکس کمېشن په ضد دائر درخواستونو باندې په جوړ شوي بنچ اعتراض کړی وو چې پکې د حکومت لخوا د چیف جسټس آف پاکستان، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منیب اختر په ضد درخواست دائر کړی شوی وو.
وفاقي حکومت د چيف جسټس، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر نه د آډيو ليک د اوريدو غوښتنه کړې وه.
د سپريم کورټ رجسټرار د وفاقي حکومت په درخواست اعتراض وکړ او هغه يې واپس کړ او هدايات يې ورکړو چې درخواست دې په اوپن کورټ کې وشي.
په ستره محکمه کې اوریدنه
د نهې په ورځ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د ايډيشنل انکوائري کميشن په ضد د عمران خان او نورو د درخواستونو اورېدنه وشوه۔
د اوريدنې په مهال چيف جسټس وويل مونږ ته په موجوده کېس کې ځينې درخواستونه ترلاسه شوي دي، مونږ به يې په ډاکټ کې شامل کړو، اول به د اټارني جنرل درخواست واوري او بيا به په بنچ کې د اعتراض په اړه د اټارني جنرل دلائل اوري.
د پاکستان چيف جسټس وويل چې بنچ په تير اوريدنه کې د اعتراض په اړه فيصله نه ده کړې او راتلونکې هفته به د نوو درخواستونو دلائل اوري.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر راتلونکې اونۍ پورې وځنډوله.