د پي ټي آئي مشر او د خزانې پخواني وزير حماد اظهر ويلي دي چې د پاکستان د ډيفالټ خطر څو چنده زيات شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
په یوه بیان کې حماد اظهر ویلي چې د حکومت له بدلون وروسته د انفلاسیون کچه درې برابره لوړه شوې ده.
هغه وويل چې په تېرو ١٤ مياشتو کې دپاکستاني کرنسۍ دډالرو په مقابل کې تر ١٠٠ؤ روپو څخه زياتې راټيټې شوې دي چې ورسره دپاکستان دډيفالټ خطر څو چنده زيات شوى دى.
د مالیې پخواني وزیر وویل چې له حکومت څخه د وتلو راهیسې د پورونو کچه دوه چنده شوې ده.






