پخوانى وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي هيڅ يو ګوند نه شي تباه کولى، په کوم ملک کې چې جمهوريت نه وي هلته انتخابات غلا کيږي نو هلته به بار وي.

0
182

باغی ټی وی رپورټ

کراچۍ کښې د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې که هر څوک په ذمه وارۍ سره کار وکړي نو د ملک ستونزې به حل شي، مشوره ورکول د چيف جسټس کار نه دے.

شاهد خاقان عباسي وويل چې په عدالتونو کې دروغې مقدمې دي، نيب څه کوي، بايد وويل شي چې مونږ دکوم واکونو غلطه استفاده کړې ده، زمونږ ژوند هم په ټپه درېدلی، بدنامي او مالي زيان هم شوی دی، نيب اوس لږ ترلږه معافي غواړي. په جعلي کیس کې چې څوک تر فشار لاندې وو نو نیب دې اوس بخښنه وغواړي.

پخواني وزيراعظم وويل عمران خان وايي چې هيڅ مقدمه يې نه ده جوړه کړې، دا د نيب چيئرمين ذمه واري ده چې د دروغو مقدمو جوړولو په اړه پلټنې وکړي.

Leave a reply