افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۶ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان درملنې لپاره روغتون ته ورپیژندلي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۶ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان درملنې لپاره روغتون ته ورپیژندلي.
30 مئي سه شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې نن سه شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ذوالقعدې په ۱۰مه، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۶ تنه نور ماشومان پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملياتو په موخه یو داخلي روغتون ته ور وپېژندل.
افغاني سرې میاشتې تېرو شاوخوا ۹ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۱۷۷ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ددرملنې او عملياتو په موخه ورپېژندلي، چې د درملنې ټول لګښت يي د افغاني سرې مياشتې په غاړه دى.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه د ۱ لک افغانیو څخه نیولې تر ۴ لکه افغانیو لګښت راځي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې تأدیه کیږي






