د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې باران او ږلۍ د ژوند نظام ګډوډ کړی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د صوبې په ژوب، قلعه عبدالله، هرنائی، کوهلو ډيره بګټي او نورو ښارونو کې سختو بارانونو او ږلۍ د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.
له دې سره سره د ژوب سيند په سيلابي ريلي کې بند پاتې ګاډي د ليويز له خوا ژغورل شوي او خوندي ځايونو ته رسول شوي دي، په داسې حال کې چې د باران له وجې کوهلو کښې د بجلۍ سپلائي معطل شوې ده۔
بلخوا په راجن پور، کوهلو، نصیر آباد، جعفرآباد او هرنائی کې باران شوی چې له امله یې د هرنائی-پنجاب لویه لار تړل شوې ده.
د موسمياتو محکمې نن په پنجاب، خېبرپښتونخوا، بالائي او ختيز سنده، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د تيزو هواګانو سره د باران امکان څرګند کړے دے۔