جګپوړي سياستوال جهانګير ترين او عليم خان په لاهور کې د نوي سياسي ګوند پر جوړولو خبرې وکړې.

0
212

باغی ټی وی رپورټ

عليم خان د جهانګير ترين او د هغه د ملګرو په درناوي د ماښامنۍ مېلمستيا کړې وه، د غرمې ډوډۍ کې د تحريک انصاف اوسنيو او پخوانيو شخصيتونو ګډون کړی وو، د غرمې ډوډۍ د عليم خان په کور کې جوړه شوې وه.

د وزیراعظم شهباز شریف سیاسي سلاکار عون چوهدري هم په ډوډی کښې شریک وو.

د سرچينو ترمخه په ليدنه کې جهانگير ترين دعليم خان سره ديو نوي سياسي گوند جوړولو په اړه صلاح مشورې کړې دي. په دې موقع د غونډې ګډونوالو وړاندیز وکړ چې د فشار د ډلې پر ځای باید یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړو، د نوي سیاسي ګوند په جوړولو سره به د خلکو د حقونو په ښه توګه ساتنه وشي.

سرچينې وايي، چې د لومړي وزير شهباز شريف سياسي سلاکار عون چوهدري هم د نوي ګوند پر جوړولو ټينګار کړى دى.

د غونډې ګډونوالو اوویل چې نور مشران غواړي چې پي ټي آئي پرېږدي نو باید یو نوی پلیټ فارم ترلاسه کړي.

دسرچينو ترمخه دنوي سياسي گوند اعلان به په راتلونکو دوه دريوؤ ورځو کې کولى شي، په راتلونکو 72ؤ ساعتو کې به جهانګير ترين به دپي ټي ائي څخه جلا شوي سياستمداران دجمهوررئيس ترمينځ د مهمو سياسي مشرانو سره مطبوعاتي کانفرنس کوي. هم حاضر وي..

سرچينې زياته کړې، چې جهانګير ترين به ډېر ژر په ټاکنو کمېسيون کې د نوي ګوند د رجسټرېشن غوښتنه وکړي.

Leave a reply