جاوید لطیف: عمران خان اوس له کرکټ نه د ترهګرو کپتان شوی دی
باغی ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او وفاقي وزير جاويد لطيف وايي عمران خان اوس له کرکټ څخه د ترهګرو کپتان شوی دی.
شیخوپوره کې د یوم تکبیر په مناسبت یوې غونډې ته وینا کې جاوید لطیف وویل چې په ملک کې د اتوم بم بنسټ ایښودونکی ذوالفقار بهټو په دار وځړول شو، نواز شریف چې پاکستان یې اتومي قوت جوړ کړ د هائی جیکر په توګه جلاوطن شو او دا وخت دی. د CPEC راوستلو لپاره د قاضیانو لخوا نااهل شوی.
جاوېد لطيف وويل د آډيو ليکس کمېشن کار کولو نه منع کول افسوسناک عمل دی، د وخت د ججانو احتساب هم پکار دی، بدبختانه چې څوک تورن دي هغه ججان پاتې دي.
ده ووئيل كه د مې د نهمې نېټې پېښې عاملين عدالت ته را نه كړل شي نو ولس به هېڅكله مونږ ونه بخښي.