د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي ویلي دي چې خدیجه شاه د پولیسو په توقیف کې ده.

باغی ټی وی رپورټ
لاهور کې ميډيا سره خبرو کې نگران وزيراعلي محسن نقوي په جيل کې دښځو سره دبد چلند راپورونه رد کړل.
هغه وويل، چې د مې په نهمه ٣٢ ښځې نيول شوې، چې له ډلې يې ١١ په زندان کې دي، د ميندو او خويندو ساتنه زما دنده ده.
نگران وزيراعلي وويل خديجه شاه دپوليسو په توقيف کې ده، په جيل کې ده اؤ دهغه دپيژندگلو کار روان دى.
ده زياته کړه چې جناح هاؤس کښې ککړ څوک چې څومره بااثره وي هغه به نه بچ کيږي۔