د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي د عمران خان تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د ښځو سره د بد چلند په اړه پروپېګنډه کېږي، دوی په جيل کې له بندي ښځو سره د قانون مطابق کار کوي.

0
254

باغی ټی وی رپورټ

محسن نقوي پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې په جناح هاوس بريد کې ککړ څوک چې څومره با اثره وي هغه به نۀ پريښودل کيږي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه د عمران خان د نیولو پرېکړه نه ده شوې.

بل خوا د پنجاب د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير هم د ښځينه بنديانو په اړه د تحريک انصاف تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې ټولټال ۳۲ مېرمنې نيول شوي، چې ۲۱ يې خوشي شوي دي، چې ۱۱ يې په عدالت کې دي. دوی په ريمانډ د پنجاب په مختلفو جيلونو کې بنديان دي. ياده دې وي چې له دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان غوښتنه کړې وه چې په جيلونو کې پر ښځو د جنسي تېري راپورونه شته، عدليه دې په سوموټو اقدام وکړي او ښځې دې خوشې کړي.

د ويډيو لينک له لارې خطاب کې عمران خان وويل رانا ثناءالله د خالي په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ چې د پريس کانفرنس نه وروستو په دې کې هيڅ شک ​​نشته، مونږ ته خبرونه راروان دي چې هغوي سره څه ډول سلوک کيږي، د غير انساني سلوک شکونه لرې کړو.

Leave a reply