د مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر مريم نواز وايي د مسلم ليګ نون ټوله قيادت هم په جيلونو کښې اچولے شوے وو خو نواز شريف ته څوک هم نه وو پريښودل شوي۔

0
175

باغی ټی وی رپورټ

مريم نواز د لاهور په ليبرټي چوک کې د مسلم ليګ (ن) د يوم تکبير غونډې ته په وينا کې وويل نواز شريف ته سلام کوم چا چې د قامي دفاع ناقابل تسخير کړې ده.

مريم نواز ويلي، نواز شريف د نړيوالو بنديزونو پروا نه کولو د پاکستان بيرغ ځوړند نه کړ او اقتصاد او ولس يې اداره کړ، که زه د مسلم ليګ (ن) منصوبې واخلم، يوازې بربادي پاتې کېږي.

هغه وویل چې ولس د ملک جوړوونکی یادوي، هغه څوک نه یادوي چې په هیواد کې یې اور بل کړی، که په ۱۹۹۸ کې د نواز شریف پر ځای بل لومړی وزیر وای نو اټومي چاودنه به یې نه کوله. خپل مخ به یې په سطل کې پټ کړی وي.

مريم نواز وئيلي چې که چرې په قيادت کې فرق ليدل غواړې نو 28م مئ 1998 وګوره او بل خوا 9م مئ 2023ء ته وګوره په 9م مئ د هر پاکستاني سر په شرمونو ټيټ شو.

Leave a reply