د اسلام اباد، لاهور او پېښور په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ
د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد په شاوخوا سيمو نه علاوه مري، راولپنډۍ، لاهور، سرګودها، خوشاب، چکوال اٹک او فيصل اباد کې هم د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي.
د زلزلې ټکانونه د هېواد په شمالي او لوړو سيمو کې هم محسوس شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په پېښور، سوات، صوابۍ، ملاکنډ، اېبټ اباد، لوئر دير او شبقدر کې هم د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي.
د آزاد کشمیر په مظفر آباد ښار او شاوخوا سیمو سربیره د ګلګت بلتستان په دیامر او مختلفو سیمو کې هم د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي.
په بيلابيلو سيمو کې د زلزلې له امله وېرېدلي خلک د کلمې طیبې په لوستلو د خپلو کورونو څخه راووتل، په سمدستي توگه د کوم ځاني زيان اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت شپږ اعشاریه شپږ، د زلزلې ژوروالی ۲۲۳ کیلومتره و او مرکز یې د افغانستان او تاجکستان پوله وه.