وفاقي وزير احسن اقبال د پي ټي آئي چيرمين عمران خان سره مذاکرات مشروط اعلان کړي دي۔

0
164

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام “نئے پاکستان” کې د خبرو پر مهال وفاقي وزير احسن اقبال ويلي، عمران خان بايد لومړی له ولس، پوځ او شهيدانو بښنه وغواړي، له هغې وروسته به مذاکرات کېږي.

احسن اقبال زیاته کړه چې عمران خان د نهم مې د پېښو مخنیوي لپاره د خبرو اترو له لارې این آر او اخیستل غواړي.

بل خوا عمران خان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره ۷ کسیز ټیم جوړ کړی دی.

د عمران خان لخوا جوړ شوي ټیم کې شاه محمود قریشي، پرویز خټک، اسد قیصر او حلیم عادل شیخ شامل دي.

Leave a reply