د پاکستان د ایټمي چاودنو د ۲۵ کالو د پوره کیدو په موقع وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دښمنان تل هڅه کوي چې په پوځ او ولس برید وکړي، د ولس یووالی د پاکستان اصلي اتومي قوت دی.

0
185

باغی ټی وی رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف د تکبير د ورځې په مناسبت خپل پيغام جاري کړے او وئيلي ئې دي چې د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف د کوم زبر طاقت د ګواښونو پروا نه ده کړې او نه هم د اربونو ډالرو وړانديز هغه د خپل عزم نه منحرف کولې شي۔

وزيراعظم وويل مونږ ته اوس پاکستان يو اقتصادي طاقت جوړول پکار دي، د نن ورځې اتومي پروگرام اقتصادي کمزورۍ لرې کول دي.

هغه زیاته کړه، دښمنان تل هڅه کوي، چې پر ځواکونو او ولس برید وکړي، د ملت یووالی د پاکستان اصلي اټومي ځواک دی.

بل خوا د تکبير د ورځې په مناسبت آئي ايس پي آر وئيلي دي چې ټول ملت د يوم تکبير سلور جوبلي لمانځي، د پاکستان دې کاميابۍ په سيمه کښې د طاقت توازن ته نوې بڼه ورکړې ده۔

خپل بيان کښي آئي ايس پي آر وئيلي دي چي غوره ذهنونو د سختو چيلنجونو باوجود کارنامے سرته رسولي دي او وسله وال ځواکونه دغه کسانو ته خراج تحسين ورکوي۔

آی ایس پي آر زیاته کړې چې د پاکستان پوځ ساینس پوهانو او انجینرانو ته سلامي وړاندې کوي، دا وطن به تل پاتې وي، پاکستان زنده باد.

Leave a reply