د پيښور هائي کورټ چيف جسټس مسرت هلالي وئيلي دي چي مونږ په جيلونو کښي بنديانو ته کمه سزا ورکوو خو جيلر زيات سزا ورکوي۔

0
100

باغی ټی وی رپورټ

پېښور کې د سوګند پورته کولو په دستوره کې د پېښور هائي کورټ چيف جسټس مسرت هلالي وويل په جيلونو کې يې داسې صحنې ليدلې دي چې خدای به هيڅوک نه ښيي.

د پيښور هائي کورټ چيف جسټس وويل په عدليه او جيل کې د ستونزو هوارول يې لمړيتوب دى، يو ځانگړى بينچ جوړ کړى شوى چې د پام وړ نتيجې يې مخې ته راوړي دي.

ياده دې وي چې جسټس مسرت هلالي لومړۍ مېرمن ده چې د پېښور هائي کورټ د چيف جسټس په توګه دنده ترسره کوي.

Leave a reply