عطاءمحمد نور: که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نکړي په وړاندې یې درېږم

0
68

عطاءمحمد نور: که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نکړي په وړاندې یې درېږم

د بلخ پخواني والي عطاءمحمد نور ویلي چې که طالبان ټول شموله حکومت جوړ نکړي په وړاندې یې مقاومت اعلانوي او ورسره جنګ به کوي.

 

(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزون)

د بلخ پخواني والي عطاءمحمد نور نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې طالبان دې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د افغانستان ټولو قومونو او اتباعو ته دې مساوییانه ډول باندې قدرت ورکړي، کنۀ په وړاندې به یې ودریږي.

هغه همدا راز ویلي چې د امریکا له خوا د ملت جوړونې او ولس واکۍ شعارونه ټول دروغ ؤ، ښاغلي نور زیاته کړې چې پخوانی حکومت درې کسیز جمهوریت ؤ.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې هم ښاغلي نور د طالبانو په وړاندې مقاومت اعلان کړی ؤ چې بیا تاجکستان ته وتښتېدۀ.

Leave a reply