سي ټي ډي په بيلا بيلو سيمو کښي کاروائي دوران 12 ترهګر نيولي دي۔

باغی ټی وی رپورټ
د سي ټي ډي وياند ترمخه د پنجاب په سرګودها، راولپنډۍ، ملتان، بهاولپور او ګوجرانواله ضلعو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات شوي چې پکې 12 ترهګر نيول شوي دي.
د وياند په وينا، نيول شوي ترهګر د داعش او ټي ټي پي سره تړاو لري.
د وياند په خبره، له نيول شويو وسله والو څخه چاودېدونکي توکي، ځانمرګي واسکټونه، ډيټونيټرونه، لاسي بمونه او نغدې پيسې ترلاسه شوي دي.






