د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشر مصطفی کمال وايي، د کراچۍ نفوس د سندهـ ټول نفوس په پرتله ۵۰ سلنه زیات دی، په کراچۍ کې د ستونزو لامل د سندهـ حکومت دی.

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ کښې د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې مصطفی کمال اوويل چې سندهـ د پاکستان له کوټې څخه ۳۶۳۷۰ ميليونه ګيلن اوبه ترلاسه کوي چې له دې جملې څخه کراچۍ ۵۴۰ ميليونه ګيلن اوبه ترلاسه کوي چې د لياقت آباد او لاهور نه زيات ټېکسونه ورکوي.
مصطفی کمال وویل چې دوی د جعلي ډومیسایلونو په جوړولو سره د دې ښار کوټې غلا کوي، په دې ښار کې یوه هم کار نه دی شوی، د شپې برېښنا نشته او سهار ګاز نشته، د سندهـ حکومت د زورواکو خلک کولای شي چې په دې ښار کې کورونه جوړ کړي. د چا په زمکه دیوال جوړوي، ځمکه د دوی شوه، د سندهـ وزيراعلي د تعصب عينکې نه ليرې کوي، آيا بلاول بهټو به د سندهـ ښاري سيمې محرومولو سره وزيراعظم شي؟ که د دې تعصب مخه ونه نیول شي، دا به خپل ځان ته زیان ورسوي.
ده ووئيل چې د عمران خان بيان ختمولو سره به دا معامله ختمه شي۔ داسې به نه وي، ولې خلک د عمران خان په دروغو د پوهېدو سره سره ولاړ دي، د علت له پوهېدو پرته د دولت ضد داستان نه شي ختمېدای، که په سندهـ کې د عمران خان داستان ختم شي، نو ستونزې به ختمې شي؟ خلک له عمران خان سره مینه نه بلکې کرکه لري.






