خلک له روسیې څخه پاکستان ته د تیلو د را رسیدو په اړه ډول ډول ګونګوسې کوي، خو تر ټولو مهمه پوښتنه چې د هر پاکستانی په ذهن کې ده دا ده چې د تیلو د بیو په لوړیدو به د تیلو واردیدل څه اغیز ولري؟

باغی ټی وی رپورټ
وائس اف امریکه ډیوه سره په تازه مرکه کې د منصوبه بندۍ، پرمختیا او اصلاحاتو وفاقي وزیر احسن اقبال د دې پوښتنې ځواب ورکړی دی.
کله چې وپوښتل شول چې د پټرولو بیه چې د فی لیټر 282 روپۍ ریکارډ ته رسیدلې او دا مهال په فی لیټر 272 روپۍ ده، ایا پاکستان ته د روسیې د تیلو له رسیدو وروسته به دا 100 روپۍ کمې شي؟
وفاقي وزير په منفي ځواب ورکړو او دا ټولي ګمانونه يې رد کړل.
احسن اقبال په یوه مرکه کې ویلي چې تر سلو روپیو پورې به دومره لوی توپیر ونه کړي، خو بیه به یې خامخا ټیټه وي که په کافي اندازه د روسیې تیل پاکستان ته راشي، په پیل کې لږه اندازه پاکستان ته راځي.
هغه وويل، چې شپږ مياشتې يا يو کال وروسته چې له روسيې څخه زيات تېل راشي، نو خامخا به په پاکستان کې د پټرولو د بيو په راټيټولو کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان او روسيې تر منځ د تېلو پر تړون خبرې روانې وې، خو دا تړون د اپرېل په مياشت کې نهايي شو.
د پاکستان د پټروليم وزير مصدق ملک تېره مياشت ويلي و، چې د مې مياشتې تر پايه به د روسيې د تېلو لومړۍ جوپه کراچۍ ته ورسېږي او زياته يې کړه، چې که لومړۍ جوپه په اسانۍ راورسېږي، نو پاکستان به هره ورځ سل زره بېرله روسي خام تېل واردوي. هڅه به وکړي.






