پاکستان په سرینګر کې د G20 کاري ډلې د غونډې کوربه توب لپاره د هند وړاندیز رد کړ.
باغی ټی وی رپورټ
د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په متنازعه سيمه كښې د جي 20 غونډه كول د مقبوضه كشمير اولس سره خيانت دى٬ د ځايي وګړو په يرغمل كولو او د هغوي د حقونو او ازادۍ نه په محرومولو سره سياحت او پرمختګ ته وده نه شي رسولې۔
د خارجه دفتر د وياند لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې په مقبوضه سيمه كښې د جي 20 غونډې په ترسره كولو سره هند په يو بل نړيوال فورم كښې سياست لوبولې دې۔
د خارجه دفتر له مخې چین، سعودی عرب، ترکیه، مصر او عمان په غونډه کښې ګډون نه کولو د ستاینې وړ دی.