عمران خان چې څه خبرې کوي نو د طبي راپورونو له مخې د پاکستان خلک باید خپل ماشومان هغه ته و نه سپاري
باغی ټی وی رپورټ
د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل د پخواني وزيراعظم عمران خان طبي رپورټ ميډيا ته وړاندې كړو۔
په کراچۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال قادر پټېل وويل چې په جمهوري حکومت کې هر سند د پبلک سند دی.
ده ووئيل چې عمران خان د 5 نه تر 6 مياشتو پورې د پلستر په اغوستلو سره ګرځېدلے خو په رپورټ كښې د كومې فريكچر يادونه نه ده شوې۔
هغه زياته کړه، چې په لومړني راپور کې د هغه د تشو بولو نمونې هم اخيستل شوي، چې په هغې کښې شرا اوړکوکین کاروال هم معلوم شوي دي. هغه اوویل د عمران خان حرکتونه د یو عام عادي انسان په توګهنه دي.
عبدالقادر پټیل وویل چې عمران خان د ځوانانو لپاره کومه لاره خپله کړه نتیجه یې ټولو لیدلې ده. عمران خان چې څه خبرې کوي نو د طبي راپورونو له مخې د پاکستان خلک باید خپل ماشومان هغه ته و نه سپاري.