د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، په پاکستان کې روان وضعیت د ژورې اندېښنې لامل دی او په پاکستان کې د قانون حاکمیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

0
98

باغی ټی وی رپورټ

په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک وویل، په پاکستان کې د تاوتریخوالي او ډله ییزو نیول کېدو خبرونه د اندېښنې وړ دي.

هغه وويل، د پاکستان د حکومت اراده چې د ملکي خلکو محاکمه کولو لپاره د پوځي محکمو څخه کار واخلي، د بشري حقونو د نړيوال قانون له مخې د خپلو مکلفيتونو جدي سرغړونه ده.

ولکر ترک زیاته کړه چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان ادعا کوي چې پاکستان په بشپړ ډول بې قانونۍ ته اړ شوی دی.

ده ووئيل چې د امن او سوكاله پاكستان لپاره يواځينۍ لاره د بشري حقونو، جمهوري عمل او د قانون د حاكميت احترام كول دي۔

Leave a reply