د پي ټي آئي چيرمين عمران خان يوې زنانه جج ته د ګواښلو په کيس کښې د طلب کولو باوجود عدالت ته حاضر نه شو۔

0
87

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې د عمران خان په ضد زنانه جج ته د ګواښلو مقدمې اورېدنه شوې چې پکې د پي ټي ائي لخوا د احضارولو باوجود چېئرمېن عدالت ته حاضر نه شو.

اورېدنه کې د عمران خان جونيئر وکيل مرزا عاصم بيګ عدالت ته وړاندې شو او وې ويل چې د عمران خان سينئر وکيل سلمان صفدر دی، هغه د لاهور نه راغلی دی، هغه به په دې مقدمه کې دلائل ورکوي.

د جونيئر وکيل وويل چې د عمران خان د حاضرۍ څخه د استثنيٰ دپاره درخواست دائر کړی شي، په دې اړه استغاثې د حاضرۍ څخه د استثنیٰ مخالفت وکړو او وې ويل چې عدالت په تير اوريدنه کې د عمران خان د ضمانتي وارنټ جاري کړی ؤ.

عدالت وويل وبه ګورو چې داستثنيٰ درخواست راځي که نه، ورپسي عدالت دکيس اوريدنه دشپې تر ١٢ بجو پورې وځنډوله.

Leave a reply