د پاکستان د شهيدانو د ورځې په مناسبت په جنرل هيډکوارټر جي ايچ کيو کښې مرکزي مراسم روان دي۔

باغی ټی وی رپورټ
د غونډې مشر مېلمه د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دی.
په دستوره كښې د وسله والو ځواكونو موجوده حاضر سروس او ريټائرډ افسران هم ګډون كوي چې پکښې د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) قمر جاوېد باجوه، پخوانې چيئرمېن جوائنټ چيفس جنرل نديم رضا او نور ريټايرډ افسران هم موجود دي۔ کیو.
د غونډې مشر مېلمه د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دی.
په دستوره كښې د وسله والو ځواكونو موجوده حاضر سروس او ريټايرډ افسران هم ګډون كوي چې پکښې د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) قمر جاويد باجوه، پخوانې چيئرمېن جوائنټ چيفس جنرل نديم رضا او نور ريټايرډ افسران هم ګډون كوي۔
دې نه علاوه د رویت هلال کمېټۍ چیئرمېن مولانا عبدالخبیر آزاد، مفتي منیب الرحمان، د قامي ټیم کپتان بابر اعظم او د ژوند مختلفو شعبو سره تعلق لرونکي نور شخصیتونه هم موجود وو.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ملي سرود وغږول شو.
آرمي چيف جنرل عاصم منير د شهيدانو په يادګاري دستوره کښي ګډون اوکړو، ګلونه ئے واچول، فاتحه ئي ورکړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئي دعا اوکړه۔
په مراسمو کې د شهیدانو کورنیو او د ښوونځي ماشومانو د شهیدانو پر یادګار د ګلونو ګیډۍ کیښودې.
د نهې په ورځ به د پاك فضائيه، د پاك بحريه هيډكوارټرز، فارميشن هيډكوارټرز او د پوليس شهيدانو په يادګارونو كښې هم جشن ولمانځل شي۔