د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د پي ټي آئي په چيرمين عمران خان د ټول عمر لپاره په سياست د بنديز غوښتنه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د لاهور جناح هاؤس دوره کړې، ميډيا سره د خبرو په مهال کامران ټيسوري وويل عمران خان له ډيرې مودې راهسې بې گناه خلکو ته دوکه ورکوي، د نهم مۍ غوسه د هغه د نيولو وجه نه وه، دا بهرنۍ ايجنډا وه. دا هغه غوسه ده چې د هند په سترګو کې لیدل کیږي.
ده ووئيل چې په نهمه مئي جناح هاؤس كښې د جومات پشمول يو څيز هم سوزولې شو، ښايي په پي ټي آئي كښې يو هم شهيد نه وي، دوي د شهيدانو يادګارونه هم نه دي پريښي، ملوث كسانو ته دې سخته سزا وركړې شي۔
د سندهـ ګورنر د عمران خان په سياست د ټول عمر د بنديز لګولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د پاکستان چيف جسټس او نور قاضيان دې د جناح هاؤس او د شهيدانو يادګاري دوره وکړي، په نهمه مئ په جناح هاؤس کې پوځ موجود ؤ خو هغه تحمل وښود که نه نو ورته به يې ورکړي. دا تاثر چې په ماشومانو او نجونو ډزې شوې وې.