نن په ټول ملک کښي د پاکستان د شهيدانو ورځ نمانځلے شي۔

0
183

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) د شهیدانو د ورځې په مناسبت ویلي چې هیچا ته به د شهیدانو د ابدي قربانیو د کمزوري کولو اجازه ورنکړل شي، د پاکستان ملت به د شهیدانو او د هغوی د قدرمنو کورنیو پوروړی وي.

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي شهيدان زمونږ وياړ وو، دي او تل به وي، نن د ټول ملت لپاره د هر شهيد د درناوي ورځ ده۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د پاکستان شهيدان زمونږ اتلان او د ملک لويه اثاثه ده، د شهيدانو لازياتي قربانۍ به د ګران هېواد راتلونکي نسلونو لپاره مشعل راہ وي، چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ، سروسز چيفس، ريټايرډ فوځيانو افسرانو، د مدني ټولنې استازو او د پاکستان شهيدانو ته يې هم خراج وړاندې کړ.

له بلې خوا د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي نن په خپله وینا کې وویل چې موږ به خپل زړور شهیدان هیڅکله هیر نکړو، تل به یې درناوی کوو، د ملت له دغو زړورو زامنو او لوڼو سره به د تلپاتې مینې څرګندونه کوو. به

ياده دې وي چې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د شهيدانو قربانيو ته د درناوي ورکولو پرېکړه شوې وه چې له مخې يې د مې ٢٥مه د پاکستان د شهيدانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د دې ورځې د نمانځلو مقصد د شهيدانو د ابدي قربانيو يادول او هم ملت ته دا پيغام رسول دي چې د شهيدانو، د هغوي د كورنيو او يادونو ته درناوى د هر پاكستاني وياړ دى.

نن په ټول ملک کې د شهيدانو په ياد د قرآن خواني او دعاګانې کېږي او د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکي ادارې به د شهيدانو يادګار ته سلامي ورکوي.

دې نه علاوه به په جی ایچ کیو، ائير او نیول هېډکوارټرز او یو شمېر نورو د شهیدانو په یادګاري دستورې او د صوبې پلازمینې، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې به هم د شهیدانو په یادګاري دستورې ترسره کیږي.

Leave a reply