په تورخم پوله سوداګرو او د کسټم کلیرینس ایجنټانو احتجاج کړې دې

0
97

باغی ټی وی رپورټ
لنډي کوتل: د تورخم کلیئرینس ایجنټانو اتحادیی په پاک افغان تورخم په پوله د خپلو غوښتنو په حق کښې احتجاج کړی دی.د امپورټ سکینرونو خرابیدو له وجې افغانستان سره تجارت سخت متاثره شوی دی.

په دې موقع د کسټم ایجنټ مراد شينوارو، اويس او عثمان شينواري او نورو وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د تورخم په وارداتي ترمينل کې سکنر خراب شوی، چې له امله يې ګڼ شمېر موټر ولاړ دي. چې له امله يې د تازه توکو د خرابېدو وېره ده او د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي چې له امله يې د تورخم ګمرک اینجټان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي، نوموړي وويل چې د تورخم په ترمينل کې د NLC دنده ده چې پر وخت اسانتياوې برابرې کړي. او ژر تر ژره دې سکینر ترمیم کړي کله چې د وارداتو په ترمینل کې یاد شوی سکینر د څو ورځو لپاره خراب شوی وي، د لنډ وخت لپاره یې تر ترمیم وروسته بیا خرابیږي چې له امله یې کسټم ایجنټانو کار او تجارت بد اغیزمن شوې ، هغوی وویل چې له دې سره باید بل سکینر هم جوړ شي.

نوموړي په پای کې له DGNLC څخه وغوښتل چې د تورخم د ملي لوژستیک سیل مسوولینو ته دې د وارداتي ترمینل د سکینر د ترمیم په اړه په خپل وخت امر وکړي او سخت بندیزونه دې وضع کړي ځکه چې دا د تازه میوو موسم دی ترڅو سوداګر له زیانونو څخه وژغورل شی او په پوله تجارت وده وکړي .

Leave a reply