په شمالي وزیرستان کې په یوه چیک پوسټ ځانمرګی برید شوی دی.

د شمالي وزيرستان د ډپټي کمشنر ترمخه ځانمرگي بريد د چیکنگ په مهال شوی چې په نتيجه کې يې درې مامورين او يو ملکي وگړی وژل شوي دي .

ډپټي کمشنر زياته کړه چې د شهيدانو مړي او ژوبل کسان د ميرانشاه روغتون ته رسول شوي دي.

د سرچينو ترمخه دځانمرگي بريد وروستو دپيښې دځايې په شاوخوا کې د پلټنو عملیات پیل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *