باغی ټی وی رپورټ
په دې موقع جسټس ګل حسن اورنګزېب د اسد عمر وکيل بابر اعوان ته ووئيل چې تر هغو به تاسو نه پرېږدي تر څو چې تاسو مطبوعاتي کانفرنس نه کوئ. بابر اعوان وويل مونږ به مطبوعاتي کانفرنس نه کوو.
د اسلام اباد هائي کورټ د 3MPO لاندې د اسد عمر نيول رد کړي او هغه ته يې د تشدد په احتجاج کې د ګډون نه کولو حلفه جمع کولو امر کړی دی.
جسټس ګل حسن اورنګزیب ویلي که د حلف نامې سرغړونه شوې وي نو اسد عمر دې خپل سیاسي ژوند هېر کړي.عدالت اسد عمر ته د خپل ټوېټ د حذف کولو هم حکم کړی دی.
جسټس ګل حسن اورنګزیب ویلي د اسد عمر دوه ټویټونه دي هغه دې سمدستي حذف کړل شي.
وکیل بابر اعوان وویل دا خو خبر دی خو مونږ به ستا حکم عملي کوو.










Leave a Reply