راډيو پاکستان له سخت مالي کسر سره مخ دی چې له امله يې کارکوونکي له معاشونو بې برخې دي.

باغی ټی وی رپورټ
د سند ترمخه د ريډيو پاکستان ملازمينو ته د اپريل مياشتي تنخواګاني نه دي ميلاو شوي چي نه ئي د مئ او جون مياشتو تنخواګاني هم په خطر کښي دي۔
په سند کې راغلي چې د راډيو پاکستان د کارکوونکو د تنخواګانو او پنشنونو د ورکولو لپاره پيسې نه لري، د بوديجې د نشتوالي له امله د اپريل څخه تر جون پورې کارکوونکو ته تنخواګانې نه شي ورکولى.
د اسنادو له مخې د راډيو د کارکوونکو مياشتنۍ تنخوا، تقاعد او نور لګښتونه ۵۱.۴ ميليونه روپۍ دي، چې ۱۸.۲ ميليونه يې تنخوا او ۲۳.۲ ميليونه يې تقاعد دي.
ريډيو پاکستان د بقاياوو ادا كولو لپاره د څلور ارب 42 كروړه روپو فنډ غوښتنه كړې۔
د پېښور ريډيو پاکستان سټېشن ډايريکټر محمد اعجاز خان له جيو نيوز سره د خبرو پر مهال وويل، چې د پېښور راډيو سټېشن سوځول شوى، د کارکوونکو شخصي قيمتي سامانونه هم سوځېدلي، کارکوونکي له معاشونو بې برخې دي او کارکوونکي يې بې درکه دي. د معاشونو د نه ورکړې له امله له جدي مالي ستونزو سره مخ دي.
اعجاز خان زياته کړه چې ملازمينو ته دې په خپل وخت تنخواګانې ورکړل شي، څو د خپلو کورنيو لګښتونه په اسانۍ سمبال کړي.






