په خېبر پښتونخوا کې د مې په نهمه او لسمه په تاوتریخجنو مظاهرو او ورانکارو کې هم ملکي مامورین ښکېل موندل شوي دي.

0
103

باغی ټی وی رپورټ

د پوليسو چارواکو ترمخه په تشدد کې د200ؤ څخه زيات حکومتي ملازمين پيژندل شوي دي، دغه کارمندان دپي ډي اے، تعليم اؤ صحت پشمول دبيلا بيلو څانگو سره تعلق لري، دغه کارکوونکي دسي سي ټي وي فوټيج څخه پيژندل شوي دي.

د پوليسو چارواکي وايي دتښتوونکو کارکوونکو په اړه يې اړوندو ادارو ته خبر ورکړى دى. په دې لړ کې د اطلاعاتو نگران وزیر بیرسټر فیروز جمال شاه جیو نیوز سره خبرو کې ویلي چې د تشدد په مظاهرو کې زیات شمیر حکومتي ملازمین دي او د زیات شمیر حکومتي ملازمینو په نښه کول روان دي.

بیرسټر فیروز جمال شاه وايي په ورانکارۍ کې د ککړو حکومتي کارکوونکو خلاف به سخته کاروايي وشي.

Leave a reply