اسلام آباد: اليکشن کميشن د منع شوي فنډ ضبطولو په مقدمه کښې د پي ټي آئي درخواست مسترد کړے دے۔

0
106

باغی ټی وی رپورټ

د پي ټي آئي لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې غوښتنه شوې چې د بينک اکاونټ تفصيلات ورکولو د بينک ملازمينو نه دې د کراس ايکاؤنټ کولو اجازت ورکړے شي او د سکروټني کميټۍ غړو نه دې هم جرح وشي

پي ټي آئي غوښتنه کړې وه چې د معلوماتو راټولولو لپاره دې څلور مياشتې وخت ورکړل شي. اليکشن کميشن د پي ټي آئي بندېز فنډ ضبط کولو کيس کښې محفوظ کړې شوې فيصله د پي ټي آئي درخواست مسترد کړے دے او حکم ئي ورکړے دے چې د مئي تر 30مې پورې شو کاز جواب داخل کړي۔

Leave a reply