اسلام اباد: د پارلمان د پبلک اکاونټس کمېټۍ مشر نور عالم خان وايي، که ستره محکمه آډټ ونه کړي، نو د پاکستان اساسي قانون دې اوغورځول شي.

0
226

باغی ټی وی رپورټ

د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې وشوه چې پکښې د سپريم کورټ رجسټرار نه حاضريدو په اړه د اسټيبلشمنټ او قانون ډويژن نظر اخستلو سره د کارروائي تجويز کړے شو۔

په دې موقع چيئرمېن کمېټۍ نور عالم خان پوښتنه وکړه چې د پوځ، اټمي انرجي او نيب آډټ کېږي، آيا سپريم کورټ د پاکستان نه بهر دى؟ په امریکا، چین، هند او کاناډا کې د سترې محکمې په ګډون د ټولو ادارو آډټ کیږي. ده وويل د پاکستان د اساسي قانون له مخې پي اي سي د پبلک اکاونټس په اړه څوک هم بللی شي، که سپريم کورټ آډټ نه کوي نو نورې ادارې دې هم آډټ نه کوي، پوځ، بيروکراسي ټول د پاکستان سره تعلق لري، آیا سپريم کورټ له پاکستانه بهر محکمه ده؟

په کمېټۍ کې د سپریم کورټ ډپټي رجسټرار شیرافگن وویل چې د پاکستان د سترې محکمې داخلي پلټنې روانې دي.

د کميټۍ غړي روحيل اصغر وويل چې سپريم کورټ ته رجسټراران نه راځي نو د ژوند تر اخره پورې پړ پاتې دي.

Leave a reply