پاکستانۍ روپۍ چې په ۹۰ لسیزه کې په جنوبي اسیا کې تر ټولو قوي کرنسۍ وه،وس په سیمه کې تر ټولو کمزورې کرنسۍ ګرځېدلې ده.

0
111

باغی ټی وی رپورټ

په جنوبي اسیا کې د سري لنکا تر ټولو ارزانه روپۍ پاکستانۍ روپۍ ته ماتې ورکړه، د یو امریکايي ډالر په مقابل کې په ۳۰۴ سری لنکا او ۳۰۵ پاکستانۍ کلدارې تجارت کوي.

کارپوهان وايي چې له IMF سره تر تړون وروسته د سري لنکا د روپۍ په ارزښت کې ښه والی راغلی، په داسې حال کې چې د پاکستانۍ روپۍ په ارزښت کې هم د ښه کېدو امکان شته.

په همدې حال کې په هند کې یو ډالر په هند کې ۸۳ کلدارې، په بنګله دېش کې ۱۰۷ ټکه، په افغانستان کې ۸۷ افغانۍ، په نیپال کې ۱۳۲ نیپالي کلدارې او په بوتان کې یو ډالر په ۸۲ بوتاني نګولټرم.

Leave a reply