خلیل الرحمن حقاني: اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو خويندو او وروڼو ته د کار زمينه برابره کړي.

0
303

خلیل الرحمن حقاني: اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو خويندو او وروڼو ته د کار زمينه برابره کړي.

23 سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې نن ورځ د ښځو د مؤسسې په همکارۍ ۴۰۰ اړمنو میرمنو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

د یادې مرستې د توزیع پر مهال د کډوالو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني وویل د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې د اخلاص او شفافيت په اړه ډاډ درکوم، او له مرستندويه بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د سروې او د مرستو د وېش چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره په هوکړې او همغږۍ په شفاف ډول ترسره کړي، ترڅو مرستې اړمنو کورنيو ته ورسیږي.

اړوند موضوعات

خلیل الرحمن حقاني: هرڅوک، چې په هېواد کې سرمایه ګذاري کوي مونږ یې ملاتړ او د امنیت ډاډ ورکوو.

 

نوموړي همدا راز هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت چارواکي هڅې کوي او ژمن دي، چې خپلو خويندو او ورونو ته د کار زمينه برابره کړي ترڅو پر ځان بسيا او د مرستو مختاج نه وي.

حماد

Leave a reply