د پاکستان وزیر خارجه د اسلامی مملکتونو تنظیم مشر سره د افغانستان په اړه خبرې

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان دفتر خارجه سرکاري ویب سایټ باندې یو خبر جاري شوې چې پکښې ویل شوي چې د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي د او آی سي( د اسلامي مملکتونو تنظیم) سیکرټري جنرل یوسف بن احمد سره د افغانستان په موجوده سیاسي صورت خال باندې په ټیلیفون خبرې اترې کړي.
د پاکستان وزیر خارجه د مسلمان ملکونو تنظیم نماینده ته ددې خبرې یو ځل بیا څرګندونه کړې چې پاکستان هرخت په افغانستان کښې امن غواړي او د افغان مسله حل د سیاسي لار له مخې هوارول غواړي.
نوموړی دا هم ویلي چې وس هم پاکستان د افغانستان د امن لپاره عملی کوششونه جاری ساتل غواړی او دا به همیشه لپاره جاري وي. دا ی هم ویلي چې د افغانستان امن سره به په ټوله خطه امن ،ترقي او خوشحالي راشي.
نوموړی په اسلامی نړې دا واضحه کړې او امید ی څرګند کړې چې د افغانستان سیاسي پارټۍ او مشران به د افغان مسله حل د سیاسي او د خبرو اترو له لارې را اوباسي.
د پاکستان وزیر خارجه په دې خبره زور ورکړې چې په افغانستان کښې دې د عام افغان وګړو حفاظت او ددوی بنیادي او انساني حقونه دې باوري کړې شي.
نوموړي په اسلامی نړې او مغربی دنیا هم غږ کړې چې د افغانستان په بیا رغونه او د افغانستان د اقتصاد ښه کولو په لړ کښې پورا پورا حصه واخلي چې په افغانستان کښې امن قایم شي.

Leave a reply