پيښور: پوليسو د پي ټي آئي د پخوانيو وزيرانو په کورونو چاپه وهلې چې وروسته پټ شول.

باغی ټی وی رپورټ
د پوليس ترمخه د پخواني صوبائي وزيرانو کامران بنګش او تيمور سليم جهګړا په کورونو چاپه وهلې شوې ولې د پخواني ايم اين اے شوکت علي په کورونو، پلازو او کوټو هم چاپه وهلې شوې ولې څوک ګرفتار نه دې شوې۔
د پوليسو دسرچينو له مخې پخوانى ايم ايل اي ملک واجد خان په اسلام اباد کې پټ شوى اؤ د اصف خان په کور اؤ پټرول پمپ يې هم چاپه وهلې ده.
د پولیس وینا ده چې د پخواني ګورنر شاه فرمان خلاف د 3 ایم پی او لاندې مقدمه درج شوې ده.
د پوليس ترمخه د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر، د خيبرپښتونخوا پخواني سپيکر مشتاق غني، عاطف خان او شهرام ترکئي د ګرفتارۍ نه بچ کولو لپاره عدالت نه ضمانتونه اخستي دي۔
د پولیس وینا ده چې د مراد سعید خلاف په سوات کې مقدمه درج شوې ده او هغه د مئ د نهمې نیټې راهسې لادرکه دی.






