په سپريم کورټ کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړی چې نېب دا مهال د خپلو اختياراتو غلطه استفاده کوي

باغی ټی وی رپورټ
سپريم کورټ کښې د نيب ملزم نديم حميد شېخ د بنک اکاونټس منجمد کولو درخواست اورېدنه شوې چې پکښې چيف جسټس د نيب پراسيکيوټر نه پوښتنه کړې ده چې د ملزمانو اکاونټونو کښې څومره پيسې دي چې منجمد کړې شي؟ ؟ د نیب پراسیکیوټر وویل چې د 48,674 روپو بانک اکاونټ منجمد کولو حکم پکار دی.
چيف جسټس د نيب پراسيکيوټر په جواب د سختې غصې څرګندونه وکړه او وې وئيل چې دا څه قسمه ټوکه ده؟ نېب دا وخت د اختياراتو غلطه استعمال کوي، نيب داسې طاقت ترلاسه کړې چې هر ځاے استعمالوي، نيب صرف د 48 زره روپو شاته ده، که دا 48 کروړه روپۍ وې نو پوښتنه ده.
د اوريدنې په مهال جسټس اطهر من الله ريمارکس ورکړو چې نيب انصاف نه دے، نيب ته بايد داسې درخواست نه واى دائر کړي
د عدالت د غصې څرګندولو نه پس نيب دا درخواست واپس اخستې د کومي په محال سي ايم عدالت دا کيس ختم کړے دے۔






