د خېبرپښتونخوا انټي کرپشن محکمي د سوات نواز شريف کډني هسپتال کښي د غيرقانوني ګمارلو مقدمه درج کړي ده۔

0
95

باغی ټی وی رپورټ

د اداري فساد سره د مبارزې ادارې ویلي، د پي ټي ايي د حکومت پر مهال په روغتون کې ۶۶ کسان په غیر قانوني توګه ګومارل شوي وو، په غیرقانوني ګمارنو کې د پي ټي آی پخواني ایم این ایز او وکيلان هم شامل دي.

د اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي چې په قضیه کې پخوانی وزیر ډاکټر امجد، پخوانی ایم این اے ډاکټر حیدر علي، نادیه بشیر، فضل حکیم خان او عزیزاله ګران نومونه هم شامل دي او د روغتیا څانګې کارکوونکي هم شامل دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې سرچینې وايي، د تورنو کسانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

Leave a reply