د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له خپلې مېرمنې سره جوډيشل کمپلکس ته رسېدلی دی.

باغی ټی وی رپورټ
عمران خان به په راولپنډۍ کې د ۱۹۰ ملیون پاونډ سکیم کېس کې او د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت کې په مختلفو مقدمو کې حاضر وي.
د پي ټي آئي چيئرمېن هم نن د ممکنه ګرفتارۍ وېره څرګنده کړې وه۔
د نیب دفتر بهر امنیت سخت کړی شوی دی
د پخواني وزيراعظم عمران خان په نيب راولپنډۍ کښې د پيشي په موقع د نيب دفتر بهر د سکيورټي سخت انتظامات شوي دي۔
د نیب نه بهر پولیس، رینجر، ایف سی او لیډیز پولیس پشمول ایلیټ هم تعینات کړی شوی دی.
میلوډي کښې د نیب دفتر سره نزدې سړکونه پولیس سیل کړي دي، میلوډي نه تر لال مسجد پورې مرکزي لویه لار، نزدې کوڅې او سړکونه هم خاردار تارونه او بلاکونه لګولو سره سیل کړې شوي دي او د نیب دفتر ته د غیر متعلقه کسانو د ننوتلو مخه نیول شوې ده. د امنیت په نظر کې نیولو سره منع شوی دی
په راولپنډۍ کې د نیب دفتر بهر زغره وال ګاډي او د زندان ګاډي هم تحویل کړي دي.
تیره ورځ عمران خان ویلي و چې هغه له خپلې میرمنې بشرا بیګم سره اسلام اباد ته ځي چې محکمې ته حاضر شي او ښايي ونیول شي.
بل خوا د امن د نشتوالي له وجې په راولپنډۍ کې دفعه 144 د مې تر 28مې نېټې پورې غځول شوې ده.





