امریکا کښې د پاکستان فوځ ملاتړ کولو په حق کښې لاریون شوې

0
124

باغی ټی وی رپورټ

د امريکا په بېلا بېلو ايالتونو کې د مېشتو پاکستاني ټولنې له لوري پرېکړه وشوه، چې د کانګرس غړو ته يو ليک وليکي او له واقعي حالاتو يې خبر کړي.

په دې لړ کې د امريکا په ټيکساس ايالت کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ يوه لاريون وشو او په ورته وخت کې د مې په نهمه نېټه د وراني کولو،اورلګولو کسانو پر ضد د قانونی قدم اخستلو غوښتنه وشوه.

بلخوا په نيويارک کې دپاکستان دپوځ په ملاتړ يوه دستوره ترسره شوې اؤ گډون کوونکو په ډاگه کړې چې په بهر کې ميشت پاکستانيان به دخپل هيواد اؤ پوځ په ضد هيڅ هم نۀ شي هم و نه زغمی.

بل خوا د کاناډا د پارلمان هغه غړي چې د پاکستان د حالاتو په اړه یې لومړي وزیر ټروډو ته یو لیک لیکلی، له ستونزو سره مخ شوی دی.

د پيپلز ګوند او (ن) ليګ پلويانو د پارلمان د ۱۶ غړو د بايکاټ پرېکړه کړې او په راتلونکو ټاکنو کې يې سيال کانديدانو ته د رايې ورکولو اعلان کړی دی.

Leave a reply