د حاجیانو لومړۍ الوتکه هم له اسلام اباد څخه روانه شوه

باغی ټی وی رپورټ
۳۸۷ حاجیان د مکې معظمې پروژې د سړک د اسانتیا له مخې د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر له لومړۍ الوتنې څخه مدینې منورې ته روان شول.
د حاجيانو د لومړۍ الوتنې د رخصتۍ مراسم د اسلام اباد په نړيوال هوايي ډګر کې ترسره شول، چې په کې د مذهبي چارو وزير طلحه محمود او د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي حاجيانو ته ښه راغلاست ووايه.
غونډې ته د مذهبي چارو وفاقي وزير طلحه محمود وويل، حاجيان په حجاز مقدس کې د پاکستان سفيران دي، که چا ته کوم شکايت وي نو په نېغه دې په موبايل فون راته خبر کړي.
بل لوري ته حاجيانو وئيلي دي چې دوي نيکمرغه دي او د خداي په کور کې به د پاکستان د سلامتيا او سوکالۍ لپاره دعا کوي.





