پيښور ريډيو پاکستان ته د اور اچولو مهم ملزم نيولے شوے دے

0
209

باغی ټی وی رپورټ

د پولیس وینا ده چی ملزم موسی خان د پخه غلام سیمی نه نیولی شوی دی. ياده دې وي چې د مې په نهمه نېټه د تحريک انصاف د مشر عمران خان تر نيول کېدو وروسته په پېښور کې د لاريون پر مهال د راډيو پاکستان دفتر سوځول شوی و.

د پوليسو دڅرګندونو له مخې: په راډيو پاکستان دبريد کوونکو کسانو دپيژندلو بهير روان دى .

له دې وړاندې هم د ريډيو پاکستان مرکزي دروازې ماتولو تورن هم نيول شوى دى، ملزم په هشت نگري کې د کباړ په دوکان کې دروازه په نهه زره روپو خرڅه کړې وه، پوليسو د ريډيو پاکستان مرکزي دروازه هم نيولې ده.

Leave a reply