د پي ټي آیی شرخوښي هند څخه هم د پاکستان په دښمنۍ کښې وړاندې شول،د نهمې مۍ په جناح هاوس برید ویډیو خپره شوې

0
96

باغی ټی وی رپورټ

د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان له نيول کېدو وروسته په جناح هاوس د بريد د شرخوښو د شرم ډکو خبرو اترو ويډيو مخې ته راغلې ده.

په خپره شوې ویډیو کې د سیاسي ګوند د بدماشانو شرمناکه جملو او شعارونو هندهم شاته پریښي.

په ویډیو کې اوریدل کیږي چې څنګه د هندي فلم ” گھر میں گھس کر ماریں گے ، ډیالوګ تکرار شوی ، د اور لګورو دا منظرونه دا ثابتوي چې بدمعاشان په بشپړ ډول چمتو شوي وو او په جناح هاوس ی برید کړې وو.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې په جناح هاوس کې د لرګیو یو سټینډ ته د لایټر د تیلو په وسیله اور اچول شوی، صوفې سیټ په اور کې اچول شوی چې دا اور په لمبو کې یې زیاتوالې راوستلې، په داسې وخت کښې شرخوښو کینه، تعصب او د سیاسي شرخوښې ټول حدونو څخه تیر شول.

بدمعاشانو دا هم هېره کړه چې له دې وحشيانه جنايت وروسته به هم د قانون له منګولو نه خلاصېږي، دا نه منلو وړ صحنې د مې په نهمه نېټه ولس ليدلي او اوس ی هم تر سترګو کېږي، هېڅ ډول جعلي پروپاګند له حقيقته انکار نه شي کولای.

حکومت ژمن دې چې دداسې شر خوښو په وړاندې به قانونی کاروایی وشي .

Leave a reply