د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د جسټس قاضي فائز عيسيٰ په مشرۍ کښې کميشن ته به دا اختيار وي چې د دې پلټنه وکړي څوک چې آډيو ټيپ ليک کوي
باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام “نوی پاکستان” کې د خبرو په مهال رانا ثناءالله وويل چې د مدني ټولنې او نورو لخوا په حکومت فشار دی چې د آډيو ليکس پلټنه وکړي.
هغه زیاته کړه، حکومت باید یو څه مواد ولري چې سترې قضايي شورا ته ورشي، جرم د محرمیت ډال نشي ګرځېدلی.
ياده دې وي چې د آډيو ليکس په اړه وفاقي حکومت د جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ کې درې کسيزه عدالتي کمېشن جوړ کړی دی.