په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په قافله د ځانمرګي برید مقدمه درج شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په قافله د ځانمرګي برید مقدمه درج شوې ده.
د ترهګرۍ ضد، د وژنې هڅې او چاودیدونکو توکو قانون لاندې مقدمه درج کړې شوې او سي ټي ډي د پېښې پلټنې کوي.
د سي ټي ډي له مخې د ځانمرګي بريدګر ډي اين اے نمونې اخستې شوي دي، د ځانمرګي بريدګر شناخت لپاره نادرا سره هم رابطه كړې شوې۔
ياده دي وي چي تيره ورځ هم په ژوب کښي د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق قافله سره نزدي ځانمرگي چاودنه شوي وه۔






