د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې د آئين لاندې اختيارات بايد بلدياتي ادارو ته ورکړل شي، که په اسانۍ سره اختيارات ترلاسه نه کړل شي نو هغه به ترې اخستل کيږي
باغي ټی وی رپورټ
جیو نیوز سره خبرو کې حافظ نعیم وویل تحریک انصاف زمونږ غیر مشروط ملاتړ اعلان کړی خو مونږ به ورته د کراچۍ د مرستیال میئر د څوکۍ وړاندیز وکړو.
حافظ نعيم وويل پيپلز ګوند د انتخاباتو نتيجې بدلې کړې، د خپلې خوښې حلقې يې جوړې کړې، که په اسانۍ سره اختيارات ترلاسه نه کړل شي، نو دوی به يې ترې واخلي، کوم اختيارات چې د آئين لاندې دي هغه دې بلدياتي ادارو ته ورکړل شي.
د جماعت اسلامي کراچۍ امير وويل جماعت اسلامي به د اقتدار لپاره نه ژړوي، هر څومره چې توان لري، تر څو ټول ښار د خپلو حقونو لپاره د جماعت اسلامي غږ پورته کړي.