خیبر پښتونخوا او قبایلی سیمو کښې د پي ټي ایی غړو او ددقامی اسمبلی غړو ګوند پریښودو اعلان کړې

0
105

باغي ټی وی رپورټ

په خیبر پښتونخوا کې د جمعې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف د پخواني صوبايي وزیر اقبال وزیر نه وروسته د اورکزو قبایلي ضلعې د قومي اسمبلۍ پخواني غړي ملک جواد حسین هم د ګوند پرېښودو اعلان وکړ.

ملک جواد حسین جیو نیوز ته په ټیلیفون وویل چې د می د نهمې پیښې په لیدو ډیر خفه شوم، د سیاست لپاره د پوځي تاسیساتو او دولتي املاک سوځول د غندنې وړ دي.

ده د نهم او لسم مې د تشدد د پېښو غندنه وکړه او وې ويل چې زه په خپل دوره کې د پي ټي ائي وفادار وم او د عمران خان په غوښتنه مې د قامي اسمبلۍ نه هم استعفا ورکړې وه.

ملک جواد حسېن د مې د نهمې نېټې پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي چې له کوم فشار پرته د پي ټي ايي پرېښودو اعلان کوي.

ده ووئيل دا ادارې او هېواد زمونږ سره تعلق لري، كله چې دا ادارې مضبوطې شي نو پاكستان به مضبوط شي۔ تېره ورځ د پاکستان تحریک انصاف خیبر پښتونخوا مشر او پخواني صوبايي وزیر اقبال وزیر د ګوند پرېښودو اعلان کړی و.

پيښور کښي دخبرو په مهال اقبال وزير اوويل چي د پي ټي آئي حکومت زه د امداد صوبائي وزير جوړ کړے وو، ما په هر موقع خپل پارټي سره وفاداري ثابته کړي وه، د مئ په نهمه نيټه زړه بوږنونکي پيښي رامخي ته شوي دي۔

Leave a reply