د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له امله ۸ تنه پاکستاني عمره کوونکي مړه شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کونسل ویلفېر ویلي، د جمعې په ورځ د مکې مکرمې په ابراهیم خلیل روډ باندې په یوه هوټل کې اور لګېدلی چې له امله یې ۸ پاکستاني عمرې زیارت کوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان کونسل ویلفېر وايي، په وژل شویو کې ۴ پاکستانيان پېژندل شوي، چې د دوه عمره زیارت کوونکو تعلق د وهاري او دوه د قصور سره دي.
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جمعې په ورځ په مکه مکرمه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې په غمجنه پېښه کې ۸ پاکستانیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په مکه مکرمه کې هوټل کې د اور لګېدنې په پېښه کې د مړو په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب کې د خارجه دفتر وياند وويل مونږ ته په پېښه کې د ٨ پاکستانيانو د وژل کېدو او د شپږو د ژوبل کېدو خبرونه شته .
د خارجه دفتر له مخې په جده کې زمونږ چارواکي له ځايي چارواکو سره په تماس کې دي چې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته مرستې ورسوي.
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري په مکه معظمه کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله د پاکستانیانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.
د سندهـ والي د وياند له مخې د غم په دې وخت كې د وژل شويو كسانو له وارثانو سره غمرازي څرګنده كړه او ويې ويل چې د غم په دې وخت كې د شهيدانو له وارثينو سره غمرازي كوي.






