په کراچۍ کې نیول شوی د سندهـ پخوانی ګورنر او د تحریک انصاف مشر عمران اسماعیل به د شکارپور ډسټرکټ جیل ته استول کیږي

باغي ټی وی رپورټ
د سندهـ د کورنیو چارو وزارت وايي، عمران اسماعیل به تر ۳۰ ورځو پورې په توقیف کې ساتل کېږي.
د سندهـ د کورنیو چارو وزارت وايي، عمران اسماعیل خلکو ته اور اچولو او سړکونو بندولو ته هڅولي، په داسې حال کې چې د هېواد او ولس د ژوند او مال د زیان رسولو هڅه کوي.
ياده دي وي چي عمران اسماعيل تيره شپه ډيفنس فيز اته کښي نيولي شوي وو۔
دسرچينو ترمخه عمران اسماعيل کراچۍ کې دترهه گرۍ په ضد مقدمو کې نيول شوى، دپخواني گورنر په ضد دټيپو سلطان اؤ فيروز اباد په پوليس سټيشنو کې مقدمې درج دي.
ياده دي وي چي تر دې وړاندي هم د پي ټي آئي مشران نيولي شوي دي چي پکښې شاه محمود قريشي، اسد عمر، فواد چوهدري، شيرين مزاري، فردوس شميم نقوي او علي زيدي شامل دي۔
د پي ټي آئي مشر علي زيدي جيکب آباد او فردوس شميم نقوي سکهر جيل ته منتقل کړے شوي دي۔





